د وزیرِ اعظم په مشرۍ كښې پنجاب كښې د روغتيا آسانيو او اصلاحاتو په اړه غونډه

APP51-28 LAHORE: October 28 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting on Health Reforms Program at CM office. APP photo by Mustafa Lashari

لاهور ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي اولس ته د روغتيا معياري آسانيو رسولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ په دې لړ كښې دې په بېړنو بنيادونو ګامونه پورته كړې شي۔ پخوا مالدارو ته د درملنې آسانۍ رسنې له ګامونه پورته كړې شوي ولې بې وزله او منځومانۍ طبقې ته هېڅ پام نه دې شوې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پنجاب كښې د روغتيا آسانيو لا ښه والي او اصلاحاتو په اړه غونډه وشوه۔ كومه كښې چې د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار ٬ د زده كړو وفاقي زير شفقت محمود، د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د روغتيا صوبائي وزيرې ډاکټر یاسمین راشد، د پنجاب چيف سېكتر نسیم یوسف کھوکھر او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د روغتيا آسانيو لا ښه كولو په لړ كښې د نوو اقداماتو له مخې د 5 سترو روغتونونو د حادثاتو څانګه كښې د موجود سروسز لا ښه كولو ٬ د روغتونو د او پي ډيز مرمت او رنګ روغن ٬ د مرسته كوؤنكو كاؤنټرز جوړولو او د روغتونونو د انتظامي او مالي چارو ښه كولو په لړ كښې په ګامونو پورته كولو بريفنګ وركړې شو۔وزیراعظم د روغتونو په انتظامي چارو كښې د سزا او جزا نظام او بې وزله رنځورانو ته د غوره او په وخت د درملنو آسانيو وركولو په اړه د ګامونو څخه خبر كړې شو۔ د بریفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيلې شؤ په دېرشو ضلعو كښې د هېلت كارډ وركړې كار ترسره شوې ۔ په پاتې 6 ضلعو كښې به هم د هلېت كارډ ډېر زر پېل كړې شي۔ دغسې وزيراعظم سباؤن كښې د زړونو رنځونو نوو روغتونونو جوړولو منصوبو او صوبه كښې په ډينګي قابو موندلو له د ګامونو په اړه هم خبر كړې شو۔ وزیراعظم عمران خان د اوقاف محكمې تر انتظام لاندې زمكې په ګوته كولو او د نجي څانګې روغتونو په ليز وركولو او د هېلت كارډ د لارې دې نجي روغتونونو سره د مستحقينو د درملنو منسلك كولو په حاجت زور راوړو۔ ووئيل وزیراعظم عمران خان ووئيل اولس ته د روغتيا معياري آسانيو رسول د حكومت وړومبنې ترجيحات دي ۔ په دې لړ كښې دې په بېړنو بنيادونو ګامونه پورته كړې شي۔ ده ووئېل پخوا مالدارو ته د درملنې آسانۍ رسنې له ګامونه پورته كړې شول ، بې وزله او منځومانۍ طبقې ته هېڅ پام نه دې شوې۔ موجوده حكومت په دې لړ كښې په پرله پسې تګلاره كار كوي چې ورسره به د بېلو طبقو ترمينځھ د كوم فرق نه غېر هر يو وګړې د درملنو تر ټولو غوره آسانۍ ترلاسه كولې شي