کابل ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد د كابل دوره كړې ده او اولس مشر اشرف غني ئې امن عمل كښې د تازه پېشرفت نه خبر كړے۔ د امريكې او طالبانو ترمينځھ تر دوو كلونو د روانو پاتې شوو امن مذاكراتو څو مياشتې وړاندې معطل كېدو نه وروستو دا د خليل زاد د افغانستان اولنۍ دوره ده۔ د افغان امن عمل بحالۍ له څو ورځې وړاندې روسي ٬ چين او امريكائي اهلكارو ماسكو كښې ملاقات كړے او خليل زدا هم روانه مياشت پاكستان كښی د افغان طالبانو استازو سره خبرې كړې دي