د آسټریلیا او سری لنکا ترمينځه دوهم ټی ټونټی نړيوال كركټ مېچ سبا كېږي

برسبین ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د آسټریلیا او سری لنکا كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز دوهم مېچ سبا د شورؤ په ورځ برسبېن كښې كېږي۔ آسټریلوی لوبډلې ته د آئی لېنډرز په ضد د درېو مېچونو په سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې سري لنكا لوبډلې ته په اولني ټي ټونټي مېچ كښې 134 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ د آئی لېنډرز لوبډله د آسټریلیا په ضد د درېو ټي 20 نړيوالو مېچونو سيريز كولو له آسټریلیا كښې موجود ده۔ د آسټریلیا او سری لنکا ترمينځھ د سيريز درېم او وروستې مېچې به د نومبر په اولنۍ نېټه مېلبورن كښې كېږي