په سوريه كښې د تركيې كاروائي٬د المان چانسلرې د تركيې اولس مشر سره خبرې

برلن 28 اکتوبر (اے پي پي)د المان چانسلرې انجيلا مركل شمالي سوريه كښې د تركيې په روانو كاروائيو د ا ولس مشر طيب اردوان سره ټېليفيوني تماس نيولې دے ۔د المان حكومت ذريعو ووئيل دواړو لارښودو په دې سرخط نزدې رابطې بحالولو ته سلا شوي۔د خبرو اترو په اړه نور څه نه دي وئېلې شوې٬المان د تركيې څخه د عملياتو په سمدستي توګه د بندولو غوښتنه هم كړې ده