د وېسټ انډيز د كركټ لوبډله به په راتلونكو دريو كلونو كښې د پاكستان٬ نيوزي لېنډ٬ سوئيلي افريقې او آسټراليا په ضد هوم سېريز كوي

كنګسټن 26 اکتوبر (اے پي پي) د وېسټ انډيز د كركټ لوبډله به په راتلونكو دريو كلونو كښې د پاكستان٬ نيوزي لېنډ٬ سوئيلي افريقې او آسټراليا په ضد هوم سېريز كوي۔ په دې موده كښې به د وېسټ انډيز د كركټ لوبډله يوولس ټېسټ مېچونه كوي كوم به چې ټول د آئي سي سي د نړيوال ټېسټ چېمئپن برخه وي۔ د پاكستان د كركټ لوبډله به په جولائي كال 2021م كښې د وېسټ انډيز دوره كوي۔