پاكستان میډیكل كمېشن به پھ درېو برخو مشتمل وي، پاكستان میډیكل اینډ ډینټل كونسل، نېشنل میډیكل اینډ اكیډیمك بورډ او نېشنل میډیكل اتھارټی به جوړولې شي

اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پی پی) د وزیر اعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د پاكستان میډیكل كمېشن به پھ درې برخو مشتمل وي، پاكستان میډیكل اینډ ډینټل كونسل، نېشنل میډیكل اینډ اكیډیمك بورډ او نېشنل میډیكل اتھارټی به جوړولې شي، د نوې نظام ترمخه به میډیكل كالجونو كښې د داخلو لپاره ټېسټ په ټول هېواد كښې په يوه ورځ كېږي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو پھ ورځ يو خبري كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ ده ووئيل د میډیكل كمېشن د لارې به د طب څانګه كښې ښه والې راشي۔ دا مهال ټول هېواد كښې 168 میډیكل كالجونه كاركوي، تير 15 كلونو كښې زيات میډیكل كالجونه جوړ شوي۔ پی اېم ډی سی په اړه زياتې ګيلې راغلي۔ ده ووئيل پی اېم ډی سی خپل فعاله كردار ترسره نه كړې شو۔ چې پرې د كرپشن تورونه ههم رامخې ته شوي۔ ده ووئېل په دې ټول نظام كښې د حكومتی ادارو قوي كولو چې كومه ایجنډا لرو هغه تر نظره ساتلو سره نوې لیګل فریم ورك وركولو ته اړټيا ده۔ په دې اړه پاكستان میډیكل كمېشن 2019 مونږ معارفي كړې۔ ده ووئيل دا كمېشن به پھ درېو برخو مشتمل وي۔ كمېشن كار به پالیسی مرتب كول وي ۔ده ووئيل د دې د لارې به میډیكل داخلو لپاره په ټول هېواد كښې ټیسټ په يوه ورځ كېږي۔