دمشق 23 اکتوبر (اے پي پي) په سوريه كښې د روان جنګ په مهال په 8 كلونو كښې د 4 زرو نه زيات فلسطيني ګډوال مړه شوي دي چې پكښې د مېرمنو شمېره 487 ده۔ دا خبره اېكشن ګروپ آف فلسطينينز آف سېريا په خپل راپور كښې كړې۔ په راپور كښې وئيلي شوي په سوريه كښې د روان جنګ په مهال د تېرو 8 كلونو په مهال د 487 مېرمنو پشمول د 4 زرو نه زيات فلسطينيان په حق رسېدلي چې پكښې 1987 كډوال سږكال په كېمپونو او ټولنو په بريد كښې مړه شوي۔ تېر كال دا شمېره 1953 وه۔ په دمشق كښې يرموك كېمپ فلسطينو كډوالو لپاره تر ټولو خطرناكه سيمه ده چرته چې په بريدونو كښې تراوسه 1457 فلسطينيان شهيدان شوي دي