ډهاكه 22 اکتوبر (اے پی پی) د بنګله دېش كركټ ډله به په راروانه مياشت كښې هند ته ځي چرته به چې د درې ټي 20 او دوه ټېسټ ميچونو سيريز كوي۔د هند او بنګله دېش ترمينځه د ټي 20 سيريز وړومبنې مېچ به په 3 نومبر دوهم به په 7 نومبر او درېم به په 10 نومبر ناګپور كښې كېږي۔د دواړو ډلو ترمينځه وړومبنې ټېسټ به د 14 نه تر 18 نومبر او دوهم به د 22 نه تر 26 نومبر كولكته كښې كېږي