زمونږ تږ لاره پرمختګ او سوكالي باوري كول دې ،وزیر اعظم

APP18-06 SUKKUR: May 06 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing during the inauguration ceremony of Sukkur-Multan Motorway section. APP photo by Nadeem Akhtar

سکھر 06 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي زمونږ تږ لاره پرمختګ او سوكالي باوري كول دي، پاکستان د رڼاګانو پلو مخ په وړاندې روان دے ٬څوك چې تيارو پلو د تللو هڅه كوي قام د هغوي ھڅې رد كړې دي ‘ اولس غواړي چې د پاکستان څخه تيارې ‘بې روزګاري ‘جهالت او غريبي ختمه شي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده جمعې په ورځ د کراچۍ لاهور موټروے ملتان سکھر سېکشن د بنیاد تيګې اېښودو نه په پس يوې اولسي غونډې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ د سندھ وزیراعلیٰ سید قائم علی شاہ، دوهم وزير عبدالحکیم بلوچ، د مسلم لیګ (ن) سندھ صدر محمد اسماعیل راهو، سناتور نهال هاشمی او نور هم پھ دې مهال موجود وو ۔ وزیراعظم د پاك چین اقتصادی راهدارۍ، موټرویز پشمول د لويو لويو پرمختيائي پروژو ذکر کولو سره ووئيل د دې پروژو په نتيجه كښې به د هيواد رغونې او پرمختګ له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل تنقید کونكو ته د دغه پروژو د اهميت اندازہ نشته ‘ زمونږ مخالفین غواړې چې دا پروژې ولې روانې دې او نواز شریف دا پروژې ولي پېل كوي او پھ څه نه څه توګه د پرومختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅه كوي’۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ ايجنډا خو د هيواد او اولس پرمختګ او سوكالي باوري كول دي ‘ مونږ له چې د خه لپاره مینډيټ راكړے شوے هغه به ترسره كوو۔