د مولانا فضل الرحمن بیانیه د ذاتي ګټو ده۔ 22 نمبر بنګلې څخه لرې والې فضل الرحمن د حكومت مخالف تحريك چلولو ته تياروي۔ په زندانونو كښې بنديوان د مخالفې ډلې مشرتابه ټوپك د مولانا په اوږه كېښودلو سره چلول غواړي۔ د حکومت د مينځه وړولو او د لاك ډاؤن ارمان به د مولانا په سينه كښې دفن شي۔ دده په وېنا به د مدرسو طالبعلمان هم بهر نه راوځي۔ دا مهال مولانا د تشو خبرو نه سوا هېڅ نه لري۔ ملیحه لودھی چوكۍ څخه اخوا كړې شوې نه بلكې ددې د ملازمت موده ختمه شوې وه۔ اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان خبري كنفرنس ته خطاب

لاهور۔5 اکتوبر(اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د مولانا فضل الرحمن بیانیه ذاتي ګټو له ده۔ 22 نمبر بنګلې څخه لرې والې فضل الرحمن د حكومت مخالف تحريك چلولو ته تياروي۔ په زندانونو كښې بنديوان د مخالفې ډلې مشرتابه ټوپك د مولانا په اوږه كېښودلو سره چلول غواړي۔ د حکومت د مينځه وړولو او د لاك ډاؤن ارمان به د مولانا په سينه كښې دفن شي۔ دده په وېنا به د مدرسو طالبعلمان هم بهر نه راوځي۔ دا مهال مولانا د تشو خبرو نه سوا هېڅ نه لري۔ ملیحه لودھی چوكۍ څخه اخوا كړې شوې نه بلكې ددې د ملازمت موده ختمه شوې وه۔ دې د خالي په ورځ سټېټ ګېسټ هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ډاكټر فردوش عاشق اعوان ووئيل سولييز احتجاج د ټولو بنيادي حق دې۔ تحریک انصاف د آئين سرلوړۍ ٬ د ادارو خپلواكه جوړولو او د كرپشن ختمولو له دھرنا وركړې وه۔ فضل الرحمن حکومت د مينځھ وړولو له د مدرسو ماشومان د ډھال په توګه كارول غواړي۔ د عمران خان بيانيه قومي او د فضل الرحمن بيانيه ذاتي ګټو لپاره ده۔ كوم وخت چې هند د بې ګناه كشميري اولس په ضد ټولې حربې كاروي نو په داسې وخت كښې هېواد يو والي ته اړتيا لري انتشار ته نه۔ ملګرو ملتونو كښې د ملت اسلاميه حقيقي څېرې په معارفي كولو پاكستان په نړيواله كچه بنيادي حېثيت خپل كړې دې۔ هېواد مخ په وړاندې روان دې۔ د بلاول او زرداري په خبرو كښې تضاد دې۔ اپوزیشن مولانا سره د پيشو مږې لوبه كوي۔ وزیراعظم د ګل په ورځ د چين دوره كوي كومه چې د دوه اړخيزه تجارت او كشمير مسئلې په لړ كښې ډېره مهمه ده۔ د وزیراعظم هڅو سره كركټ يو وارې بيا پاكستان ته راغلې دې او د سري لنكا هغه لوبډله په كومه چې بريد شوې وو نن محفوظ پاكستان كښې لوبه كوي۔ دې ووئيل مليحه لودۍ اخوا كړې شوې نه ده ددې د ملازمت موده ختمه شوې وه۔ دې ووئيل د وزیر اعظم عمران خان د ويژن لمخې په اولني ځل د مدرسه ریفارمز پروګرام راوړلې شو او د مدرسې طالبعلمانو ته نوې ټېكنالوجي او د تعليم يو ډول نصاب وركړې شو۔ د مدرسو طالبعلمان د وزيراعظم مشن سره يوځائې كېدو سره هېواد د پرمختګ كړې هېواد په صف كښې شاملوي او بلخوا مولانا فضل الرحمن چې كله نه هم سياست كښې دې مذهب كارډ سياست لپاره كاروي۔ دې ووئيل د وزيراعظم راروانه اونۍ كښې د چين دوره ځكه مهمه ده چې د دې دورې په مهال به د لائن آف كنټرول په خلاف ورزيو او د عامو وګړو ودانيو د نښې جوړېدو په اړه منطقه او ګرده نړۍ كښې مونږ يو دريځ وړاندې كړې شو۔ ده ووئيل وزيراعظم د كركيلې څانګې له ريكارډ بجټ بېل كړې او صوبائي حكومتونه ئې هم په دې كښې د خپل كردار ترسره كولو پابند كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل حكومت خبريالانو سره دې او ددوئي حقونو له مثبت كردار ترسره كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل وزيراعظم او اعلی وزير د خپلې ډلې مشران وي دوئي د كوم هم غړي د بدلولو اختيار لري