مولانا صېب! قامي خزانه په بې رحمې لوټ كوٶنكو بچ كولو او د اسلام او قانون په ضد مه اودرېږه

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي مولانا صېب! قامي خزانه په بې رحمې لوټ كوٶنكو بچ كولو او د اسلام او قانون په ضد مه اودرېږه٬ د عمران خان په ضد لارې ته د راتلو مطلب كرپشن له لائسنس وركول دي ۔ د زيارت په ورځ خپل ټویټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مولانا فضل الرحمان صېب سياست د مدرسې د مشومانو په سر مه كوه٬ د مدرسو مشومان سياسي مفاد لپاره د بشري شيلډ په توګه كارول جمهوريت نه دے۔