درېم سټوډنټ اولمپك ګيمز به(نن)كراچۍ كښې پیل كېږي

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پی پی)پاكستان سټوډنټ اولمپك اېسوسي اېشن سيوري لاندې درېم سټوډنټ اولمپك ګيمز به(نن)د جمعې په ورځ په كراچۍ كښې پېل كېږي۔د پاكستان سټوډنټ اولمپك اېسوسي اېشن صدر مقبول رائيں ووئيل د ګيمز تيارۍ روانې دي او په ګيمز كښې به 8 بېلو لوبو مقابلې كولې شي چې پكښې كركټ٬باسكټ بال٬روپ سپيكنګ٬اتهليټكس٬ټيبل ټينس٬يوګا٬جمناسټك او ډوج بال لوبه شامل ده پھ دې كښې ګيمز كښې د سكولونو او كالجونو هلكانو او انجونو لوبغاړو برخه اخلي۔ګيمز به تر 19 اكتوبر روان وي چې په اختتام به كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو له انعامات وركولې شي