
ميونخ 01 اکتوبر (اے پي پي) فيفا د بيچ سوکر ورلډ کپ 2019 شېډول اعلان كړې كوم چې به د 21نومبر څخه پېراګوئے كښې پېل كېږي۔ د فيفا له مخئ جام كښې به د ګردې نړۍ 16 لوبډلې برخه اخلي او دوي به په څلورو ګروپونو كښې وېشلې شي٬ په ګروپ اے كښې پيراګوائے، جاپان، سوئټزرلېنډ او امريکا٬ په ګروپ بي كښې به يوروګوائے، مېکسيکو، اټاليې او هيټي٬ په ګروپ سي كښې بېلا روس، يو اے اي، سېنيګال او روسيه او دغسې په ګروپ ډي كښې برازيل، اومان، پرتګال او نائيجيريا شامل دي۔ د جام د پرانستې مېچ به د كوربه پېراګوائے او جاپان لوبډلو ترمېنځه كېږي او هر لوبډله به درې ګروپ مېچونه كوي٬ د جام پائې لوبه د دستمبر په وړومبۍ نېټه كېږي