
اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان سټوډنټ اولمپک ايسوسي اېشن تر سېوري لاندې درېم سټوډنټ اولمپك ګيمز به د څلورم اكتوبر څخه كراچۍ كښې پېل كېږي۔ د پاکستان سټوډنټ اولمپك ايسوسي اېشن صدر وئيلي دي د ګېمز په لړ كښې تيارۍ روانې دي ٬ په ګېمز كښې به د كركټ ٬ باسکټ بال، روپ سپيکنګ، اتھليټکس، ټيبل ټينس، يوګا، جمناسټک او ډوج بال لوبې كېږي او په دې ګېمز كښې به د سكولونو كالجونو انجونه او زلمي زده كوٶنكي برخه اخلي۔ درېم سټوډنټ اولمپک ګيمز به تر 19 اكتوبر دوام لري