نوې ډيلې ۔ 01 اكتوبر (اے پی پی) د هند او سوئيلي افريقې كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټېسټ مېچونو سيريز اولنې مېچ نن د شورؤ ورځې څخه تر د اكتوبر 6 مې نېټې وشاکاپټنم كښې كولې شي۔ هندي كركټ لوبډله به د وېرات كوهلي او د سوئيلي افريقې لوبډله به د فاف ډوپلېسي په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز اوشو د كوم اولنې مېچ چې باران سره مخ شوې او دوهم مېچ كښې هند سوئيلي افريقې ته په 7 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ پروټيز په درېم مېچ كښې كوربه لوبډلې ته په 9 منډو ماتې وركولو سره د درېو مېچونو سيريز 1-1 سره برابر كړې۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټېسټ مېچ به 10 څخه تر 14 اکتوبر پونې او درېم او وروستې مېچ به 19 څخه تر 23 اکتوبر رانچی كښې كولې شي