په رګبي نړيوال كپ كښې به د سكاټ لېنډ او ساموا ترمېنځه مېچ ﴿نن﴾ كېږي

ټوكيو 29 ستمبر (اے پي پي) په رګبي نړيوال كپ كښې به د سكاټ لېنډ او ساموا ترمېنځه مېچ ﴿نن﴾ د ګل په ورځ كېږي۔ د ساموا لوبډلې په خپل وړومبي مېچ كښې د روسيې لوبډلې ته ماتې وركړې وه او د سكاټ لېنډ لوبډله په خپل وړومبي مېچ كښې د آئرلېنډ د لاسه ماتې سره مخ شوې وه۔ په دې نړيوال كپ كښې 20 لوبډلې برخه اخلي او فائنل به د نومبر په 2مه نېټه كېږي۔