ممبئي 28 ستمبر (اے پي پي) د هند او سوئيلي افريقې د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه د پنځو مېچونو د سېريز دريم ټي ټونټي نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي۔ د هند لوبډلې وړومبې مېچ ګټلې او دويم مېچ د باران په وجه نه دے شوے۔ د سېريز څلورم مېچ به د نومبر په وړومبې نېټه او پنځم مېچ به د نومبر په 4مه نېټه كېږي۔