پنځم چيف آف دي نېول سټاف اوپن شوټنګ چېمپئن شپ كراچې كښې پېل شو

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) پنځم چيف آف دي نېول سټاف اوپن شوټنګ چېمپئن شپ كراچې كښې پېل شو۔ دا چېمپئن شپ به د ستمبر د 23مې نېټې نه د ستمبر تر 29مه نېټې په پاكستان نېوي شوټنګ رېنج كراچې كښې روان وي۔ د پاك بحريه وياند له مخې په چېمپئن شپ كښې د پاك بحريه٬ ايئر فورس٬ سندھ٬ پنجاب٬ بلوچستان٬ خېبر پښتونخوا٬ اېچ اي سي٬ واپډا٬ اېف آر اے او د اے اېس اېف لوبډلې ګډون كوي۔ دا چېمپئن شپ د نېشنل رائفل اېسوي اېشن تر سيوري لاندې كېږي