وزيراعظم عمران خان سره د ايسيائي پرمختيائي بانك نائب صدر شي ژي چن په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

APP73-29 ISLAMABAD: August 29 – A delegation of Asian Development Bank, headed by Shixin Chen, Vice President ADB called on Prime Minister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اداره جاتي او ګورننس اصلاحات لپاره د پاکستان په معاونت كولو د اسيائي پرمختيائي بانك (اے ډي بي) كردار ستائنه كولو سره ووئيل موجوده حکومت بې وسه طبقې د غربت نه رابهر كولو پلو پام ګرځولې او هم دا زما ذاتي مشن دے٬ ټېكس نېټ ته پراختيا وركول٬ اداره جاتي اصلاحات معرفي كول او سروسز لپاره غېر روايتي حل د ښې حكمرانۍ مقصد ترلاسه كولو لپاره ترجيح ده۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د اسيائي پرمختيائي بانك پلاوي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د نائب صدر شي ژي چن په مشرۍ كښې په وزيراعظم آفس كښې ده سره ملاقات كولو۔ په پلاوي كښې سينئر سلاحكار احسان خان او پاكستان لپاره د اے ډي بي كنټري ډائرېكټر چياٶ هونګ يانګ شامل وو۔ د ملاقات په مهال د اقتصادي چارو وزير محمد حماد اظهر، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ او نور سينئر چاواكي هم موجود وو۔ د آسيائي پرمختيائي بانك نائب صدر وزيراعطم عمران خان د معيشت په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه د تجارت او مسابقت په اړه پاكستان ته د وركړې شوې د لنډې ٬ مېنځنۍ او اوږدې مودې معاونت په اړه خبر كړو ۔ ده ووئيل د باني غړي په حېثت پاكستان د بانك مهم شراكتدار دے٬ په دې موقع نائب صدر د حکومت د اداره جاتي استعداد زياتولو لپاره په بېلا بېلو تجويزونو خبرې وكړې چې ورسره به پاكستان ته د خپل پرمختيائي او اقتصادي استحكام اېجنډا ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د اقتصادي چارو وزير لخوا د اسيائي پرمختيائي بانك صدر ته د پاكستان دورې بلنه وركړې شوې ۔ وزيراعظم د اقتصادي چارو ډويژن ته امر وكړو چې د اے ډي بي په منصوبه په تندۍ سره كاروائي او عملدرامد وكړي دغسې چې د پاكستان او وګړو ته په اقتصادي خوشحالۍ كښې د اے ډي بي په معاونت كښې سهولت راپېدا شي