۔ وفاقي بجټ د پاكستان په اقتصادي توګه وړاندې بوتلونكې بجټ دے

اسلام آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مريم اورنګزېب وئيلي د 20 كروړه اولس ټاكلې وزيراعظم د هېواد پرمختګ له شپه او ورځ يو كړې۔ د هېواد دفاعي قوت جوړولو كرېډټ هم وزيراعظم ته ځي۔ وزیراعظم د سی پېک او پرمختيائي منصوبو د لارې پاكستان په معاشي توګه مضبوط جوړوي۔ وفاقي بجټ د پاكستان په اقتصادي توګه وړاندې بوتلونكې بجټ دے۔ عمران خان ته دومره هم توفيق نه وو چې بجټ غونډه كښې ئې ګډون كړې وې۔ پاكستان د پرمختګ منزل پلو تلونكې ليدل هم د لوئي نصيب خبره ده۔ عدالتي پرېكړه به د آئين او قانون ترمخه راشي۔ دې د ګل په ورځ سپريم كورټ څخه بهر خبريالانو سره خبرې كولې۔ دې ووئيل مسلم لیګ (ن) ټول عمري د آئيني ادارو احترام كړې۔ د استثنیٰ حق لرلو باوجود وزيراعظم تحقیقاتی کمېټي جوړولو ته ترجيح وركړې۔ حسېن نواز تحقیقاتی کمېټۍ ته وړاندې كېدو سره د آئين د سرلوړۍ ثبوت وركړې۔ دې ووئيل عمران خان په ادارو پسې ملنډې كوي او د هېواد په پرمختګ كښې خنډ جوړېږي۔ داسې عناصر به اولس راروانو ټول ټاكنو كښې مسترد كړي۔ حسېن نواز تحقیقاتی کمېټۍ ته وړاندې كېدو سره د آئين د سرلوړۍ ثبوت وركړې۔