کوئټه ، په سریاب روډ بمي چاؤدنه ٬ دوه كسان ژوبل

کوئټه۔16جنوری(اے پی پی) د بلوچستان سر ښار كوئټې ته نزدې په سرياب روډ د بمي چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې دوه كسان ژوبل شوي دي۔ د تفصیلات له مخې د كوئټې په سرياب روډ مولانا پټرول پمپ ته نزدې چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې دوه كسان ژوبل شول۔ يو ځائې بس هم دې پېښی سره مخ شو كوم كښې چې د ناستو مسافرو د ژوبل كیدو اطلاع هم ترلاسه شوې ده۔ ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه د اېمبولېنس د لارې روغتون ته منتقل كړے شول۔ بلخوا پوليس او امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره پلټنې پېل كړی دي