کمبوډیا كښې د كورونا نور 10 كېسونه رامخې ته شول

فونوم پینه۔ 16جنوری(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال کمبوډیا كښې د كورونا وائرس نور 10 كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا كېسونو مجموعي شمېره 436 ته رسېدلې ده۔ د چين ابلاغ ذريعو له مخې د كمبوډيا اېم او اېچ وياند وندائن خپل بيان كښې وئيلي روانے جنورۍ مياشت كښې تھائي لېنډ څخه بېرته راغليو كمبوډين مزدورانو كښې د نوې كورونا وائرس تصديق شوے۔ بيان كښې دا هم وئيلې شوي چې كمبوډيا كښې تر دې دمه 436 مصدقه كېسونه رامخې ته شوي دي۔ تر دې دمه د دې وائرس د لاسه كمبوډيا كښې څوك مړ شوے نه دے او ددې وائرس نه تر اوسه په مجموعي توګه 382 كسان ښه شوي دي