کانګرېس له د ټرمپ د صدارتي دور احتساب پكار دے۔ جے جانسن

واشنګټن 18 جنوري(اے پي پي) د امريکې د داخله چارو پخواني وزير جے جانسن وئيلي دي زه هيله لرم چې وخت تېرېدو سره به امريكائي وګړي د ټرمپ د صدارتي مودې د ناكامۍ او د خطر وړ تجربې احساس ولري۔ د باراك اوباما په كابينه كښې داخله وزير جے جانسن تېره ورځ د امريكې خبرې رسنې ادارې سره په مركه كښې ووئيل زما دا خيال دے چې د امرېكې په تاريخ كښې او ھغه چا چې د ټرمپ همدردانه ملاتړ كړے به د ترمپ د اقتدار موده په ښو لفظونو ياده نه كړي۔ ده ووئيل 4 كاله وړاندې مونږ د صدر چوكۍ لپاره د يو داسې نااهله كس انتخاب كولو سره يوه خطرناكه تجربه كړې٬ كومه چې هېڅ اخلاقي او قانوني اړخ نه لري او ھغه د فاشزم او د حکومت د تسلسل قائل ٶ۔ ده ووئيل زه هيله لرم چې وخت تېرېدو سره به امريكائي وګړي د ټرمپ د صدارتي مودې د ناكامۍ او د خطر وړ تجربې احساس ولري او مونږ له دا ډول تجربه بيا نه ده پكار ۔