کابل، د افغانستان لويديز ولايت هرات كښې د مسافرو بس د سړك په غاړه مائن سره ټكر شو ، 28 كسان مړه ، 10 ژوبل

کابل 31 جولائی (اے پی پی) د افغانستان لويديز ولايت هرات كښې د شورو په ورځ د مسافرو يو بس د سړك په غاړه په ځائې كړې مائن سره ټكر شوے چې پھ نتيجه كښې ئې د ميرمنو او ماشومانو پشمول 28 كسان مړه او 10 ژوبل شوې دي۔ د بريد ذمه واري تر دې دمه چا هم قبوله كړې نه ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د افغان چارواكو په اړه ووئيل د مسافرو بس قندھار هرات هائی وے روان ؤ چې پھ دې مهال د سړك په غاړه په ځائې كړې مائن سره ټمكر شو۔ د فراح ولايت والي وياند محب اللہ محب د 28 كسانو د مړينې او د 10کسانو د ژوبل كيدو تصدیق کولو سره ووئيل په دې كښې زياتره عام وګړي شامل وؤ۔