چين، ووهان كښې سكولونو كښې د كرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره خاص ډېسك معرفي

بيجنګ 07 مئي (اے پي پي) د چين په ووهان ښار كښې په سكولونو كښې د كرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره خاص پارټيشن ډيسك معرفي كړې شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې په ووهان ښار كښې د ژوند معمولات بحالۍ نه پس اوس 121 تعليمي ادارې پرانستلې شوي۔ په ووهان كښې د سكول انتطاميې لَخوا په كرونا كنټرول په ځاے ساتلې شوے او كوچنيان د وبائي رنځ نه محفوظ ساتلو لپاره خاص پارټيشن ډيسك لګولې شوي دغسې چې د وبائي رنځ خپرېدو لاره ونيولې شي، د دې نه علاوه سكولونو ته د داخلېدو په موقع تهرمل سكرېننګ هم كېږي۔ د يادونې وړ ده د لاك ډاٶن نه پس په ښار كښې تر اوسه 121 سکولونه پرانستلې شوې دي