چيف آف ائير سټاف انټرنېشنل سكواش چېمپئن شپ به د مئي په 31مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د پاكستان سكواش فېډرېشن تر سيوري لاندې چيف آف ائير سټاف انټرنېشنل سكواش چېمپئن شپ به د مئي روانې مياشتې په 31مه نېټه په مصحف سكواش كمپلېكس اسلام آباد كښې پېل كېږي. د پاكستان سكواش فېډرېشن سېكرټري جنرل كېپټن طاهر سلطان له مخې د چېمپئن شپ تيارې روانې دي، په چېمپئن شپ كښې به د پاكستان پشمول د بېلا بېلو هېوادونو څخه نارينه او زنانه لوبغاړې ګډون كوي. د ناريناٶ ايونټ لپاره د 30 زره ډالرو او د مېرمنو ايونټ لپاره لپاره 12 زره ډالره انعام اېښودلے شوے. ايونټ به د جورن تر 4مه نېټې روان وي.