چارسده كښې ترافيكي پیښه ٬ 12 كسان ژوبل شول

پېښور ۔5مارچ (اے پی پی) د چارسدې تنګي تحصيل ته نزدې د يوې ترافيكي پېښی په نتيجه كښې 12 كسان ژوبل شوي۔ د تفصیلات له مخې یوسف بابا پړانګ غار نه تنګي ته تلونكے ګاډے ډھنډ تھاڼې ته نزدې ژورې كندې ته پرېوت چې په نتيجه كښې ئې 12 كسان ژوبل شول۔ رېسکیو1122 ژوبل شوي كسان ټي اېچ كيو روغتون تنګي ته منتقل كړي۔ ژوبل شوو كښې دوه كسان د زيات ژوبل كېدو له امله پېښورته منتقل كړې شوي۔