څلورو كلونو كښې د اربونو ډالرو زيان شوے، بايد په جوهري لوظنامه د هغي د روح له مخي عملدرآمد وكړے شي، د ايران صدر

تهران 21 اپريل (اے پي پي) د ايران صدر حسن روحاني وئيلي دي بايد په جوهري لوظنامه د هغي د روح له مخي عمل وكړے شي نه يو ټكي كم نه يو ټكي زيات۔ د ايران ميډيا له مخي د كابينې غونډي ته وينا كښې د ايران صدر حسن روحاني ووئيل نن ټولو ته معلومه ده چې اتومي پروګرام مسئلې حل د هغې لوظنامې نفاذ دے ٬ په جوهري لوظنامه بايد په ښه ډول عمل درآمد وكړے شي۔ مونږ په جوهري لوظنامه د هغې د روح له مخي عمل كول غواړو، نه يو ټكي كم او نه يو زيات۔ده ووئيل بايد اوس په جوهري لوظنامه عملدرآمد وكړے شي ځكه چې په دې څلورو كلونو كښې زمونږ په اربونو ډالره زيان شوے۔ده ووئيل دا ووئيل پوره نه ده چې مونږ به بنديزونه ختم كړو دا به په تحريري توګه وئيل وي چې كوم كوم بنديزونه به لرې كوللې شي شي