ځوانان زمونږ سباؤن دے ، قبائل كله هم د خپلې خاوري سودا نه كوي، شهريارآفريدي

APP16-250221 MULTAN: February 25 - Chairman Kashmir Committee Shehryar Khan Afridi addressing during Youth Conference for Countering Extreme Behavior at MNS University. APP photo by Tanveer Bukhari

ملتان 25 فروري (اے پي پي) د كشمير پارلماني چارو كمېټۍ چيئرمېن شهريارآفريدي وئيلي دي مونږ له به نړۍ كښې د پرمختلليو قامونو مقابله کولو له ټولو څانګو كښې مخ په وړاندې تلل وي او دا كار زمونږ نوے نسل په ښه ډول ترسره كولې شي۔ د مودي مخ د نړۍ په وړاندې بې نقابه شوے او د هغه عزائم هم رامخې ته شوي۔د اسلامي هېوادونو نه يو كيدو په سبب نن ستونزو سره مخ يو۔ پختون تحفظ موومنټ(پي ټي ايم) ته وئيل غواړم چې ځوانان زمونږ د هېواد سباؤن دے او قبائل چري هم د خپلې خاوري سودا نه شي كولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده مياں نوازشريف زرعي يونيورسټي كښې د زيارت په ورځ د انتهاء خوښې رويو ختمولو په سرخط کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل نن ورځ د انتها خوښۍ د مخ نيوي د اهميت ورځ ده ځكه چې نن زه په دې ځاے كښې روښانه او توانا مخونه وينم او دا ځوانان زمونږ د هېواد د روښانه سباؤن ضمانت دے۔ده ووئيل كوم قامونه چې د پرمختګ په لاره روانيږي په هغې كښې بنيادي کردار د هغوي ځوانان ترسره كوي او مونږ له به خپلو ځوانانو له د صلاحيتونو كارولو لپاره يو ښه پليټ فارم وركول وي