پی اېس اېل سیزن 6، د انجری ښكار دلبر حسېن په ځائې سلمان مرزا د لاهور قلندر برخه جوړ شو

کراچۍ۔21فروری(اے پی پی) انجری سره د مخ دلبر حسېن په ځائې سلمان مرزا د لاهور قلندر برخه جوړ شوے۔ د هېمسټرنګ انجری له امله به فاسټ باؤلر دلبر حسېن اېچ بي اېل پي اېس اېل 6 كښې د لاهور قلندرز په اولني مېچ كښې برخه اخستلې نه شي۔ لاهور قلندر د هغه په ځائ سلمان مرزا اسكواډ كښې شامل كړے دے۔ د ايونټ ټيكنيكل كمېټۍ د متبادل لوبغاړي په توګه د سلمان مرزا د نامې منظوري وركړې ده۔ په ټیکنیکل کمېټۍ كښې ډاکټر سهېل سلیم، مرینه اقبال، ندیم خان او سمیر کھوسه شامل دے۔