پي ډي اېم منزل نه لرونكے كاروان دے۔ اول استعفی ٬ بيا لانګ مارچ او اوس تحريك عدم اعتماد ٬ د پي ډي اېم اتحاد كله هم خپل منزل ته رسېدے نه شي۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي بېلو دستورو ته خطاب

ملتان۔23جنوری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پي ډي اېم منزل نه لرونكے كاروان دے۔ اول ئې استعفی وركوله ٬ بيا لانګ مارچ او اوس تحريك عدم اعتماد ٬ د پي ډي اېم اتحاد كله هم خپل منزل ته رسېدې نه شي۔ د مفاداتو په بنياد جوړ شوې اتحاد كله هم كاميابي ترلاسه كولې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ د ملتان قومي حلقې اېن اے 156 بېلو يونين كونسلونو 37‘39‘43‘20 كښې د عوامي رابطې مهم په لړ كښې بېلو دستورو ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل چې ليګي لارښود دروغ وئيلو سره اولس بې لارې كولې نه شي۔ اولس ته د دوئي اصليت په ډاګه شوے دے۔ د اولس لوئے مېنډېټ لرونكې حكومت د مينځھ وړونكو خواهش به كله هم پوره نه شي۔ اپوزیشن ته به دلته هم مايوسي وشي۔ آئيني موده به ترسره كوؤ۔ قومي دولت لوټ كوؤنكو ته به اېن آر او وركولې نه شي بلكې د دوئي به سخت احتساب كولے شي۔ هغه ووئيل په سفارتي محاذ لويو چېلنجونو سره مخ يؤ۔ ولې د نورو چېلنجونو په ډول په سفارتي محاذ به هم كاميابي ترلاسه كړؤ۔ په پخواني دور كښې د خارجه وزارت په نه ټاكل كېدو پاكستان په سفارتي محاذ كمزورے كړے شوے۔ د نړۍ په هر يو ګوټ كښې د پاكستان مقدمه مخ په وړاندې بوځو۔ د هېواد بېرغ به چرته هم ټېټډو ته نه وركوؤ۔ د پاكستان وقار به دنګ ساتؤ۔ هغه ووئيل حكومت په تل پاتې پرمختګ باور لري۔ يوه اوږده موده پس حكومت عوام دوسته پالېسۍ جوړوي چې مثبت نتيجې به ئې رامخې ته شي۔ هغه ووئيل د امريكا نوې ټاكلې شوې مشرتابه سره رابطې جوړول غواړؤ۔ افغانستان كښې امن لپاره پاكستان بشپړه هڅې كړې دي۔ د افغان امن عمل حوالې سره نوي امريكائي مشرتابه سره په ګډه كار كول غواړؤ۔ هغه ووئيل نوې ټاكلې شوې امريكائي انتظاميې له به افغانستان كښې روان امن عمل مخ په وړاندې بوتلل وي۔ هغه ووئيل كورونا نړيوال وبائي چېلنج دے چې مقابله ئې ټول قام په ګډه وكړه۔ زمونږ حكومت چې د اولس ځانونه او معيشت بچ كولو له كوم كردار ترسره كرې په نړيواله كچه ستائلې شي۔ زمونږ وړاندې چېلنج د دې وباﺀ مقابله كوؤنكو ډاكټرانو ٬ پېرا مېډيكل سټاف او د زيات عمر وګړي دې وبا نه ساتلو له وېكسين ترلاسه كول دي۔ هغه ووئيل چين به 5 لكه وېكسين خوراكونه د روانې مياشتې تر 31 مې نېټې پاكستان ته ډالۍ كړي۔ هغه ووئيل مونږ چين ته خواست كړے دے چې زمونږ ضرورت د 1.1 ملین خوراکونو دے۔ په دې چين باور راكړې چې مطلوبه مقدار به د فرورۍ تر پايې ترلاسه شي۔ مونږ د چين مننه كوؤ۔ هغه ووئيل دلته د کین سائینو وېکسین ټرائلز كاميابۍ سره روان دي۔ هغه ووئيل مونږ خپله حلقه كښې ريكارډ پرمختيائي كارونه كوؤ كوم چې تېر وختونو كښې مثال نه لري۔ دې نه وړاندې خارجه وزير د اېن اے 156 بېلو يونين كونسلونو كښې د كروړونو روپو پرمختيائي منصوبو اعلان وكړو كومو كښی چې د سېورېج ٬ سړكونو ٬ صحت ٬ د څښلو پاكو اوبو سوئي ګېس او د برېښنا رسنې منصوبې شامل دي