پي ټي آئي يوازينې ګوند دے كوم چې د فارن فنډنګ حوالې سره ټول تفصيلات الېكشن كمېشن ته وركړي دي۔ هند د بلوچستان په شمول ګرد هېواد كښې ترهګري او اړې ګړې خپروي۔ د شاه محمود قرېشي ملتان كښې ميډيا سره خبرې

ملتان ۔16جنوری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي پي ټي آئي يوازينې ګوند دے كوم چې د فارن فنډنګ حوالې سره ټول تفصيلات الېكشن كمېشن ته وركړي دي۔ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل تحريك انصاف د فارن فنډنګ كېس ځواب وركوي او وركوي به۔ د پي ډي اېم لخوا كه په 18 مه نېټه نون ليګ او پي پي پي پېش كېدو سره خپل حساس وركوي نو بيا خو په 19 مه نېټه د احتجاج جواز جوړېږي۔ هغه ووئيل مونږ ته خو د اپوزيشن لخوا د مذاكراتو كومه اشاره نه ښكاري۔ كه اپوزيشن مذاكراتو ته تيار وي نو خپله ايجنډا دے وړاندے كړي۔ هغه ووئيل برطانيه كښې 11 پارليماني غړو د كشمير په اړه خپل نقطه نظر وړاندې كړې۔ د برطانوی پارلیمنټ غړو نقطه نظر د پاكستان نقطه نظر سره سمون لرلو۔ زمونږ ګامونو دا ښكاره كړې چې د كشمير مسئله د هندوستان كورنۍ معامله نه ده۔ هغه ووئيل امريكا كښې نوې انتظاميه راروانه ده هيله ده چې هغه به د كشمير مسئلې حل له خپل كردار ترسره كړي۔ هغه ووئيل كوئټه كښې وزيراعظم او د پوځ سرلښكر هزاره كمېونټي ته باور وركړے دے چې پېښه كښې ككړ كسان به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ ملائیشیا كښې د الوتكې په اړه هغه ووئيل زمونږ د معلوماتو مطابق د پي آئي اے دغه الوتكه په ليز اغستلې شوې وه ۔ په دغه الوتكه عدالت كښې كېس روان وو۔ اېوی اېشن ډویژن په دې معامله خبرې كوي۔ هغه ووئيل حكومت په ګرانۍ قابو موندلو له هڅې كوي۔ په دې لړ كښې به سخت ګامونه پورته كولې شي۔ د براډ شیټ په اړه شاه محمود قرېشي ووئيل وزيراعظم په دې اړه كمېټي جوړه كړی ده۔ د پلټنيو نه وروستو به هر څه په ډاګه شي۔ چا چې ملكي وسائل د مني لانډرنګ د لارې بهر هېواد ته منتقل كړې دي هغه له به حساب وركول وي۔ دې نه وړاندې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ملتان كښی يوه مصروف ورځ تېره كره۔ هغه د بېلو يونين كونسلو دوره وكړه۔ د پي ټي آئي كارمندانو او مشرانو سره ئې ملاقاتونه وكړل۔ د هغوي مسئلې ئې واورېدلې او د هغې حل له ئې احكامات جاري كړل