پي سي بي د بچي په زېږېدنه لوبغاړو ته تنخا سره د رخصتۍ وركولو پالېسي جاري كړه

اسلام آباد۔4 مئی (اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) د بچي په زېږېدنه لوبغاړو ته تنخا سره سره د رخصتۍ وركولو پالېسي جاري كړې ده۔ د دې پالېسۍ اطلاق به په مېرمنو او سړو لوبغاړو دواړو كېږي كوم به چې ترتيب سره د حمل او د بچي د زېږېدنې په مهال ددې پالېسۍ نه استفاده كولے شي۔ په دې مهال به مېرمنې لوبغاړې تنخاه سره د يو كال رخصتۍ او د كنټرېكټ په معياد كښې د يو كال پراختيا حقدارې وي۔ دغسې كه كومه مېرمن د كركټ كومې سرګرمۍ له سفركوي نو د نوي زېږېدلي بچي خيال ساتلو له به دا ځان سره د خپلې خوښې يو تن بوتللې شي۔ په دې لړ كښې به مصاريف پي سي بي او ياده شوې مېرمن پورته كوي۔ كوم لوبغاړې چې پلار جوړېږي هغه به هم تنخا سره يوه مياشت رخصتي اخستې شي۔ هغه له به دا رخصتي د بچي د زېږېدنې 56 ورځو كښې دننه اخستل وي۔ په دې موقع د پاکستان کرکټ بورډ چیف اېګزېکټو وسیم خان وېنا وه چې د خپلو لوبغاړو خيال ساتل د پي سي بي فرض دے۔