پيرو ٬ د چورلكې پرېوتو پېښه ٬ 5 عسكر مړه

لیما ۔19اپرېل(اے پی پی)پیرو كښې د چورلكې پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 5 عسكر مړه شوي دي۔ د پیرو وسله والو ډلو د ګډې كمان (سی سی اېف اېف اے اے) يو بيان كښې وئيلي دي چې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د غېر قانوني نشائي توكو قاچاق په ضد د يو خفيه كمپائن ترسېوري لاندې د چورلكې د لارې 12 ځوانان وړلې شول۔ د سی سی اېف اېف اے اے د اهلكارو په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ بلخوا په پېښه كښې د مړو شويو نامې لا جاري كړې شوې نه دي۔