په 21مه جولائي دې د كشمير اولس په ازمري ټاپه اووهي او نواز شريف له دې د كشمير مقدمې لپاره مختار نامه وركړي

APP75-14 CHARRHOI: July 14 - Senator Pervaiz Rashid Federal Minister for IB&NH addressing a ceremony of withdrawal of candidature by Naeem Munsif Dad in favor of PML-N candidate from constituency LA-4. APP

كوټلي 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي په 21مه جولائي دې د كشمير اولس په ازمري ټاپه اووهي او نواز شريف له دې د كشمير مقدمې لپاره مختار نامه وركړي٬د كشمير مقدمې لپاره داسې وكيل پكار دے څوك چې جرات لري او ميړنے وي چې د هند د 5 چاودنو په مقابل كښې 6 چاودنې وكړي٬د مسلم ليګ(ن)كاميابي نواز شريف قوي كول دي او د وزيراعظم نواز شريف قوي كول د پاكستان او كشمير قوي كول دي٬داسې كشمير به جوړوو چرته چې امن ٬پرمختګ او څوكالي وي او د روزګار موقعې خلقو ته د كور پھ درشل ترلاسه وي٬مظفرآباد كښې د وزيراعظم په كور كښې به د مسلم ليګ(ن)كاركن كينو او مسلم ليګ(ن)به د پرمختګ او څوكالۍ دا مزل روان ساتي۔د زيارت په مازديګر د آزاد كانديد راجه نعيم منصب داد د اړخه د مسلم ليګ(ن)كانديد راجه محمد اقبال پھ حق كښې د كيناستو دستورې ته ده خطاب كولو۔ده ووئيل موڼږ له په ګډه شخړيز كشمير كښې د ظلم په ضد غږ پورته كول دي۔ده ووئيل د اولس آسانۍ لپاره آزاد كشمير كښې به ايئر ايمبولينس سروس پېل كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل نواز شريف د كشميريانو تر ټولو لويې وكيل دے او په 21مه جولائي دې اولس په ازمري ټاپه اووهي او د كشمير مقدمه ګټلو له دې وزيراعظم نواز شريف له مختار نامه وركړي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)كارمندان د ژوند سرمايه ده۔وفاقي وزير ووئيل د بې انصافۍ سياست به نه چلېږي ګولۍ او كنځل به دواړه ختمېږي٬په كشمير كښې به هر ځاې ته تعليم او د روغتيا آسانۍ وركوو۔ده ووئيل لارې به جوړېږي او د نړۍ نه به سېلګري د امن ناكه كشمير سېل لپاره راځي۔كشميرانو ته به پھ كشمير كښې روزګار ترلاسه وي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)كانديد راجه اقبال په حق د نعيم منصبداد د كيناستو د جذبې ستائنه كوو۔ده ووئيل نعيم منصبداد د خپل پلار غوندې د قربانۍ مثال رقم كړې دې