په پاكستان كښې د ترهګرو كوم منظم نېټ ورك نشته. د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل افتخار بابر وېډيو بيان

پېنډې 26 فروري (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿آئي اېس پي آر﴾ ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل افتخار بابر وئيلي دي په پاكستان كښې د ترهګرو كوم منظم نېټ ورك نشته، پاتې لږ ډېر چې دي، هغه هم چرته نه شي پټېدے. په خپل وېډيو بيان كښې د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرل افتخار بابر ووئيل كه چرته يو نيم ترهګر وي هم نو هغه هم چرته نه شي پټېدے، امنيتي ځواكونه په هغوي پسې لګېدلي . ده ووئيل په پاكستان كښې په دې وخت كښې د ترهګرو كوم منظم نېټ ورك نشته.