په هند كښې ډمپر د سړك پغاړه په اودو خلقو ورغلو، په پېښه كښې د يوې ماشومې او 8 مېرمنو پشمول 15 كسان مړه او 6 ژوبل شول

نوے ډيلے 19 جنوري (اے پي پي) د هند په ګجرات ايالت كښې په سوراج اولسوالې كښې ډمپر د سړك پغاړه په اودو خلقو ورختلے او په پېښه كښې د يوې ماشومې او 8 مېرمنو پشمول 15 كسان مړه او 6 ژوبل شوي. د هند خبر رسنې ادارې له مخې د سوراج پوليس وئيلي دي دا پېښه د نهې په ورځ سهار وختې په كوسامبا كلي كښې په كم منډي سړك هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو ډمپر ټرك د بل پل نه راروان ټرېكټر ټرالي سره د ټكر كېدو نه پس بې قابو شو او په فټ پاتھ ورغلو او په نتيجه كښې ئې راجستهان سره تعلق لرونكي 15 مهاجر مزدوران مړه او د ډرائيور پشمول 6 كسان ژوبل شول. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولې شوي او د پېښې پلټنې پېل كړې شوي