په هند كښې د يوې ورځې په مهال په كورونا كښې 4205 كسان مړه شوي

نوے ډيلے 12 مئي (اے پي پي) په هند كښې د يوې ورځې په مهال د كورونا نور 3 لكه 48 زره 421 كېسونه رامخې ته شوې دي او د يوې ورځې په مهال په كورونا كښې 4205 كسان مړه شوي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 2 كروړه 33 لكه 40 زره 938 ته رسېدلې او تر اوسه په دې وبا كښې 2 لكه 54 زره 225 كسان مړه شوي دي. د ممبئ او ډيلي پشمول په يو شمېر ښارونو كښې د كورونا د واكسينو د كمي اطلاعات راغلي دي.