په هند كښې د كورونا وائرس په وبا كښې تر اوسه 862 ډاكټران مړه شوي

نوے ډيلے 06 مئي (اے پي پي) په هند كښې د كورونا وائرس په وبا كښې تر اوسه 862 ډاكټران مړه شوي دي. د هندي مېډيا له مخې انډين مېډيكل اېسوسي اېشن وئيلي دي چې په هند كښې تېر كال د كورونا خپرېدو نه پس تر دسمبر كال 2020 736 ډاكټران مړه شوي وو او سږ كال تر اوسه په دې وبا كښې نور 126 ډاكټران مړه شوي دي. په وبا كښې د مړو شويو ډاكټرانو شمېره 862 ته رسېدلې. زيات ډاكټر د هند په بهار ايالت كښې مړه شوي دي چې شمېره ئې 49 ښودل شوې.