په هند كښې د آكسيجن رسد معطل كېدو په سبب 22 رنځوران مړه شول

نوے ډيلے 21 اپرېل (اے پي پي) په هند كښې په يو سركاري روغتون كښې د آكسيجن رسد معطل كېدو په سبب د كورونا وائرس ځپلي 22 رنځوران مړه شوي. د برتانېي مېډيا له مخې دا پېښه د هند په مهاراشټر ايالت كښې په يو سركاري روغتون كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د آكسيجن په ټنك كښې د ري فېلنك په مهال ليكج ؤ او له امله ئې په روغتون كښې ټولو رنځورانو ته د آكسيجن رسنه معطل شوې وه. د روغتون چارواكو له مخې په پېښه كښې د كورونا په وارډ كښې 22 رنځوران مړه شوي دي