په نائجېريا كښې په پوځي عملياتو كښې د بوكوحرام ډلې 13 وسله وال وژل شوي دي

ابوجا 30 نومبر (اے پي پي) په نائجېريا كښې په پوځي عملياتو كښې د بوكوحرام ډلې 13 وسله وال وژل شوي دي. د پوځ د شمالي ختيځې سيمې وياند اېمنو الياسو له مخې دا عمليات د هېواد په بورنو ايالت كښې شوي دي او پكښې 13 وسله وال وژل شوي دي. ده ووئيل چې په دې عملياتو كښې د نائجېريا څلور عسكر ژوبل شوي دي.