په نائجېريا كښې د وسله والو په بريد كښې 5 پوليس چارواكي او دوه وګړي وژل شوي

ابوجه 09 مئي (اے پي پي) د افريقې په نائجېريا هېواد كښې په سوئيلي ايالت كښې د وسله والو په بريد كښې 5 پوليس چارواكي او دوه وګړي وژل شوي دي. د نائجېريا سركاري مېډيا وئيلي دي چې د يوې وسله والې ترهګرې ډلې وسله والو د پوليسو په چوكې او سټېشن بريد كړے. بريد كوونكو د امنيتي ځواكونو ګاډي هم د بمونو د لارې تباه كړي دي. د پوليسو وياند وئيلي دي چې د ترهګرو په ضد به په بشپړه توګه عمليات روان ساتلې شي.