په مېكسيكو كښې د مېټرو ټرېن په پېښه كښې 23 كسان مړه او د 70 نه زيات ژوبل شوي

مېكسيكو سټي 04 مئي (اے پي پي) په مېكسيكو كښې د مېټرو ټرېن په پېښه كښې 23 كسان مړه او د 70 نه زيات ژوبل شوي دي. د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې د مېكسيكو سټي ښاروال كلاډيا شينبام وئيلي دي چې په مېكسيكو سټي كښې د ګڼې ګوڼې په لويه لار د مېټرو لائن بائي پاس پل هغه وخت رانسكور شو كله چې د دې پل څخه مېټرو ټرېن تېرېدو. د پل ملبه او د ټرېن ډبه لاندې په ګاډو راپرېوتې او په نتيجه كښې ئې 23 كسان مړه او د 70 نه زيات ژوبل شوي دي. په پېښه كښې ګڼ شمېر ګاډي هم تباه شوي دي. په مړو كسانو كښې ماشومان هم شامل دي. ژوبل شوي كسان نزدې روغتونونو ته رسول شوي دي. د پېښې پلټنې هم پېل كړې شوې دي. د يادونې وړ ده چې په مېكسيكو كښې په كال 1969م كښې د مېټرو ټرېن پېل كېدو نه پس دا تر ټولو بدتره پېښه ده.