په موټروېز په بېلا بېلو ټول پلازو د اوږدو قطارونو پشمول د نورو ستونزو لرې كولو لپاره دې جديد كميوټرائزډ نظام وضع كړے شي. پبلك اكاٶنټس كميټي

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) پبلك اكاٶنټس كمېټې په موټروېز او نېشنل هائي وېز د مسافرو په ستونزو سخته اندېښنه ښودلو سره امر كړے چې په موټروېز په بېلا بېلو ټول پلازو د اوږدو قطارونو پشمول د نورو ستونزو لرې كولو لپاره دې جديد كميوټرائزډ نظام وضع كړے شي او پي اے سي آډيټر جنرل ته هدايت كړے چې د براډشيټ په معامله دې ټول ريكارډ ترلاسه كړي او په 10 ورځو كښې دې پي اے سي ته رپورټ وركړي، د دې نه پس به د ريكورې په اړه لائحه عمل مرتب كولې شي. د كمېټې غونډه د نهې په ورځ د پي اے سي چيئرمېن رانا تنوير حسېن په مشرې كښې د پارلمان په ودانې كښې وشوه چې پكښې د كمېټې غړو مشاهد حسېن سيد، نور عالم خان، منزه حسن، سيد نويد قمر، سيد حسېن طارق، شاهده اختر علي، محمد ابراهيم خان، خواجه شېراز محمود او د عامر محمود كياني پشمول د اړوندو سركاري ادارو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. د غونډې په پېل كښې د براډشيټ په معامله آډيټر جنرل ووئيل مونږ ته دې 10 ورځې وخت راكړے شي، مونږ نېب سره هم خبره كړې. هغوي مونږ ته د جنورې د 20مې نېټې نه پس د ريكارډ راكولو وئيلي دي ، مونږ ته به د فارن مشن او خارجه وزارت څخه هم ريكارډ ترلاسه كول وي. سيد نويد قمر ووئيل دا مهمه معامله ده. پي اے سي آډيټر جنرل ته لس ورځې وخت وركولو سره هدايت وكړو چې په ياده شوې موده كښې دې رپورټ وړاندې كړي. په غونډه كښې د اېن اېچ اے د كال 20-2019م د آډټ اعتراضات جاج واخستلے شو. كمېټې هدايت وكړو چې په موټروېز په بېلا بېلو ټول پلازو د اوږدو قطارونو پشمول د نورې ستونزو حل لپاره دې جديد كميوټرائزډ نظام وضع كړے شي