په ممبئ كښې د 4 منزله ودانۍ لوېدو پېښه – 8 كسان مړه شوي

نوې ډيلې 31 اګست (اے پي پي) په ممبئ كښې د 4 منزله ودانۍ لوېدو په پېښه كښې 8 كسان مړه شوي دي۔ د هندي مېډيا له مخې ځائي چارواكو وئيلي دي چې په پېښه كښې 40 كسان تر ملبه لاندې راغلي دي۔ د مرستې د چارو لړې روانه ده او د مړو كسانو د شمېرې زياتېدو اندېښنه ده۔ په ممبئ كښې د بارانونو په نتيجه كښې تر اوسه 10 كسان مړه شوي دي۔ په ممبئي كښې د باران په مهال د ودانيو لوېدل د معمول خبره ګڼل كېږي۔