په مسجد اقصٰي كښې يو لك فلسطينيانو د اختر لمونځ ادا كړو

مقبوضه بيت المقدس 14 مئي (اے پي پي) د قدس شريف د اوقاف ادارې وئيلي دي چې په مسجد اقصٰي كښې يو لك فلسطينيانو د اختر لمونځ ادا كړے. د ادارې د اعلان له مخې د وړوكي اختر د لمونځ په اجتماعاتو كښې د ګډون په غرض لمونځ كوونكو د الله اكبر نعرې وهلې او مسجد اقصٰی ته داخلېدل. اسرائيلي ځواكونو د فلسطينيانو يوه لويه شمېره جومات ته د داخلېدو نه منع كړل. فلسطينيان د بيت المقدس او د خوا او شا سيمو څخه لمونځ ادا كولو لپاره مسجد الاقصٰی ته رارسېدلي وو. اسرائيلي ځواكونو لارې بندولو سره يوازې د زيات عمر وكړي د غرب اردن د لارو څخه پرېښي. د زرګونو په شمېر خلقو د مسجد اقصٰی د داخلې په پخوانو لارو كښې د وړوكي اختر لمونځ ادا كړو. په دې موقع فلسطيني لمونځ كوونكو د قدس شريف او غزه د خلقو په ملاتړ كښې نعرې ووهلې.