په ماشومانو د جنسي تېرو زياتېدونكو پیښو په ضد سكھر كښې احتجاجي لاريون

سکھر۔21فروری(اے پی پی) په ماشومانو د جنسي تېرو زياتېدونكو پیښو په ضد د سماجي تنظيم هيومن رائټس يونټي فاؤنډېشن (سكھر) تر سېوري لاندې سكھر كښې احتجاجي لاريون ووېستلے شو۔ د لاريون مشري اېډووکېټ الهی بخش میتلو، زبیدہ ګھاں ګھرو،عبدالمجید میتلو،حاجرہ ناز،عبالخالق منګریو، امن جلیل رک، یوسف ناړی وال، محمد اسلم میرانی او عبدالغفور شېخ كوله۔ لاريون ته خپل خطاب كښې د ذكر كړې شويو لارښودو وېنا وه چې په ګرد هېواد او په خاص توګه په سندھ كښې كوچنيانو او ماشومانو انجونو سره د جنسي زياتۍ پېښی ورځ په ورځ زياتېږي۔ زمونږ تنظيم نه يوازې ځپليو سره دے بلكې دوئي سره قانوني مرسته هم وركولې شي