په كوئټه په كښې ټرافېكي پیښه كښې دوه تنه مړه او دوه ژوبل شوي

كوئټه 30 جنوري (اے پي پي)كوئټې سره نزدې د تند رفتارۍ له امله د ګاډي اپوټه كېدو په سبب دوه تنه مړه او دوه ژوبل شوي دي۔ د ايدهي سنټر له مخې كوئټې سره نزدې په دشت سيمه كښې د تندرفتارۍ له امله ناڅاپي ګاډې اپوټه شو چې په نتيجه كښې يې دوه تنه مړه او دوه ژوبل شول. مړه او ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه سول روغتون ته رسول شوي دي