په كشمير چېلنج كپ فټ بال ټورنامنټ كښې اولنے سيمي فائنل مېچ د نشتر كلب او يو اېس جي سي كلب لوبډلو ترمينځه نن كېږي

اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) په كشمير چېلنج كپ فټ بال ټورنامنټ كښې اولنے سيمي فائنل مېچ د نشتر كلب او يو اېس جي سي كلب لوبډلو ترمينځه نن د شورؤ په ورځ میونسپل سټیدیم پېنډۍ كښې كېږي۔ دويم سيمي فائنل مېچ به د شاهين كلب او ينګ محمډن كلب ترمينځه سبا د زيارت په ورځ وي۔