په قومي انډر 16 ون ډے كركټ ټورنامنټ كښې سبا نور درې مېچونه كېږي

پېنډۍ ۔19فروری (اے پی پی) په قومي انډر 16 ون ډے كركټ ټورنامنټ كښې سبا د اتوار په ورځ نور درې مېچونه كېږي۔ د پاكستان كركټ بورډ (پی سی بی) تر سېوري لاندې د خوندورو سيالو لړۍ د پېنډۍ په بېلو مېدانونو كښې روانه ده۔ ايونټ كښې به د اتوار په ورځ اولنے مېچ د اوخېبرپختونخوا او بلوجستا لوبډلو ترمينځه پېنډی کرکټ سټېډیم كښې ٬ دويم به د سېنټرل پنجاب او سندھ ترمينځه ايوب پارك كركټ ګراؤنډ او درېم مېچ به د ناردرن او سدرن پنجاب لوبډلو ترمينځه راول کرکټ ګراؤنډ كښې كېږي۔ د 45 اوورز دا ایونټ د سنګل لیګ په بنياد كولې شي۔ د ټورنامنټ دوه غوره لوبډلو ترمينځه فائنل مقابله به د روانې مياشتې په 23 مه نېټه كېږي۔ بريالۍ لوبډلې له به 3 لكه روپۍ او رنر اپ لوبډلې له به دوه نيم ليكه روپۍ انعام وركولې شي